دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 200068
د سمنګان دره صوف کې د ځمکې ښوېیدنه/ تراوسه ۱۰۰ کورونه خراب شوی دی
  سیمه ییز چارواکې دره صوف ولسوالی کې وایی چی جاری کال جدی میاشتی شروع څخه تراوسه د ځمکې ښوېیدنه د حسنی په کلۍ کې ادامه لری او هره ورځ ۱۰ څخه تر ۲۰ مترو پوری غر د پرمختګ په حال کې دی او کلۍ لوری ته ځی او تراوسه ۱۰۰ کورونه تخریب شوی دی.  

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-سمنګان: د دره صوف ولسوالی حنسی کلۍ اوسیدونکې نن چهارشنبه(۱۸ جدی) افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په تلیفونی اړېکه کې وویل چی د غره ښوېیدنه تراوسه ادامه لری او هره ورځ ۱۰ څخه تر ۲۰ مترو پوری کلۍ لوری ته پرمختګ په حال کې دی.
د هغوی په وینا خلګ په بېره کې ژوند کوی او که دا وضعیت ادامه ولری د ۳۰۰ څخه ډیر کورونه او په سلهاوو جریبه زراعتی ځمکه به تخریب شی.
د بل لوری هم علی احمد حسنی، د لوړ دره صوف ولسوال هم حسنی کلۍ کې د ځمکې ښوېیدنه تایید کړی دی او وایی چی اخیر اورښتونه د غر ښوېیدنو ته شدت ورکړی دی.
حسنی زیاته کړه چی تراوسه ۱۰۰ کورونه خراب شوی دی او کورنۍ بیځایه شوی دی او په مکمل توګه ۳۰۰ کورنۍ د خطر تر ګواښ لاندی دی.
د هغه په وینا په دی پیښه کې یو ښوونځی په پوره توګه له منځه تللی دی او مسجد او منبر هم خطر ته نږدی دی.
لوړ دره صوف ولسوال وایی چی نن هییت د سمنګان مرکز څخه د وضعیت څیړلو لپاره کلۍ ته استول کیږی.
 
https://avapress.com/vdcb0gb5wrhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته