دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 49539
دسمنګان ولایت د اوبو رسولو دسیستم د بیارغاونې لپاره ۶۰ ملیونه افغانیو تخصیص ومونده
دسمنګان د ولایت د ولایتي شورا رییس«داکتر ضیاء الدین ضیایي »هم وویل: ددې ولایت ډیری خلک باغ ارونکي دي خونه د اوبو رسولو سم سیستم شته اونه دخلکود محصولاتو دساتنې لپاره کومه«یخ خونه» شتون لري
ډیرژر به د هیواد دکرنې او اوبو لګولو د وزارت له خوا د ۶۰ ملیونه افغانیو په لګښت د سینګان ولایت د اوبو رسولو سیستم بیا ورغول شي.
دهیواد دکرنې او اوبورسولو وزیر«انجینر محمد آصف رحیمي» چې دیوکاري سفر په ترڅ کې یې سمنګان ولایت ته سفر کړی ؤ ددې ولایت دکروند ګرو قومي مشرانو اودولتي ادارو د رییسانو په غونډه کې وویل: ۶۰ ملیونه افغانۍ د نړیوال بانک له لوری د کرنې وزارت ته ورکړل شوې دي څو دسمنګان ولایت د اوبو رسولو په برخه کې اساسي ګامونه پورته شي او داپيسې به ددې ولایت په اته پروزوکې ولګیږي.
دسمنګان د ولایت د ولایتي شورا رییس«داکتر ضیاء الدین ضیایي »هم وویل: ددې ولایت ډیری خلک باغ ارونکي دي خونه د اوبو رسولو سم سیستم شته اونه دخلکود محصولاتو دساتنې لپاره کومه«یخ خونه» شتون لري اونه دهغو د خرڅلاو لپاره کوم مارکیټ او بازار!
د سمنګان د ولایت ډیري اسیدونکي باغ لرونکي دي خو د انتقالي دولت له پيل نه تر اوسه پورې ددې ولایت د اوبو رسولو او اوبولګولو دسیستم په اړه هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او ددې ولایت د اوسیدنکوستونزۍ تر اوسه له منځه نه دي تللې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwmnk.23nwxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته