کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني څخه بخښنه غوښتې

19 جدی 1398 ساعت 12:23

ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره د چهارشنبې په مازیګر ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ناټو سازمان سرمنشي په دغو ټلیفوني تماس کې کابل ته د خپل پلان شوي سفر د ځنډ له امله له ولسمشر غني څخه بخښنه وغوښته او ویې ویل، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې چهار شنبه کابل ته سفر وکړي، خو په وینا یې چې په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته راشي.



په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د ترهګرۍ د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات ناشونی دی.
همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه چې کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال به د افغانستان او ناټو سازمان تر منځ د ستراتیژیکو او هراړخیزو مسایلو په اړه مفصلې خبرې وکړي.
ولسمشر غني تر دې وړاندې په وروستیو دوه ورځو له مایک پومپیو او د امریکا له دفاع وزیر سره هم په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزو وروستیو بدلونونو په اړه غږېدلی دی.
 


د مطلب کود: 200164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200164/د-ناټو-سرمنشي-له-ولسمشر-غني-څخه-بخښنه-غوښتې

آوا
  https://www.avapress.com