ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره د چهارشنبې په مازیګر ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ناټو سازمان سرمنشي په دغو ټلیفوني تماس کې کابل ته د خپل پلان شوي سفر د ځنډ له امله له ولسمشر غني څخه بخښنه وغوښته او ویې ویل، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې چهار شنبه کابل ته سفر وکړي، خو په وینا یې چې په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته راشي.