په ایران کې د یو مساپر وړونکي بس د چپه کیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند دلاسه ورکړی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ایران کې په یوې ټرافیکې پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
19 جدی 1398 ساعت 18:33
په ایران کې د یو مساپر وړونکي بس د چپه کیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند دلاسه ورکړی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا بس موټر چې د پلازمینې تهران نه د ګنبد ښار پر لورې روان وو په ځايي وخت د سهار د ۳ نیمو بجو په شاوخوا کې د سواد کوه د سیمې په لویه لاره کې کنټرول د لاسه ورکړ او لاندې درې ته وغورځید.
ویل کیږي پدې پیښه کې ۹ تنو ښځو، یو تن ماشوم او ۹ تنو نارینوو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه ښځې او ۱۶ تنه نارینه ټپيان شوي دي.
د سیمه ایزو مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
سیمه ایزو مقاماتو ددې پیښې اصلي لامل تخنیکي ستونزه په ګوته کړې ده . ویل کیږي بس موټر د تخنیکي ستونزې له امله کنټرول د لاسه ورکړی او درې ته لویدلی دی.
د یادولو وړ ده چې پرون په تهران کې د اوکراین یوې مساپر وړونکې الوتکې هم د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی وو چې په نتیجه کې نږدې ۱۸۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د مطلب کود: 200181