د کندهار ولایت زراعت او مالداری اداره رییس وایی چی جاری کال کې د کشمشو خانو ډیریدو سره، کشمش حاصلات یی ۱۵ سلنه ډير شوی دی.
کندهار کې کشمشو حاصلات ۱۵ سلنه ډیر شوی دی
23 جدی 1398 ساعت 20:11
د کندهار ولایت زراعت او مالداری اداره رییس وایی چی جاری کال کې د کشمشو خانو ډیریدو سره، کشمش حاصلات یی ۱۵ سلنه ډير شوی دی.
آوا خبرګزاری-کندهار: سید حفیظ الله سیدی د کندهار زراعت او مالداری اداره رئیس آوا خبرنګار ته وویل چی تیر کال کې کشمش محصولات په دی ولایت کې د بېلابیلو دلایلو له امله کم وو خو جاری کال د اقلیمی شرایطو مساعد کېدو په دلیل ۲۵ زره ټنو ته رسیږی.
ښاغلی سیدی وایی چی د سږ کال ۲۸۰ زره ټنو انګورو حاصلاتو څخه، ۳۵ زره ټنه یی کمشمش باندی بدل شوی دی.
ښاغلی سیدی همدارنګه وویل چی کشمش ډیر د دامان، ژری، پنجوایی، معروف، شاولی کوت، دند او ارغستان ولسوالیو کې تولید کیږی.
په همدی حال کې بشیر احمد احمدی د هرات ولایت زراعتی چارو آمر آوا ته وویل چی په دی ولایت کې هم کشمش حاصلات نږدی ۸ سلنه ډیر شوی دی.
ښآغلی احمدی وویل چی کشمش حاصلات کلنۍ په ډیره پیمانه ایران، پاکستان او نورو ګاونډی هیوادونو ته صادریږی.
د مطلب کود: 200582