کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دجمهور رئيس دحکم له مخي په کندهارکي دخصوصي سکتور د مصؤنیت کمېټه جوړه سوه

24 جدی 1398 ساعت 11:02

د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشرۍ جوړه سوه غړيتوب يې د استناف څارنوالي، امنيه قومنداني، ملي امنیت ریاست، سوداګرۍ خوني، معادن او صنعت اطاقونو استازي لري.

په غونډه کي د يادي کمېټې پر طرزالعمل او راتلونکو کړنلارو بحث وسو او وويل سوه، چي ياده کمېټه به په عادي حالاتو کي په مياشت کي يو ځل او د ضرورت په وخت کي عاجل مجلسونه دايروي.


دغه راز لومړی د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب او ورپسې د غونډي ګډونوالو د جمهور رئيس د دغه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل، چي په راتلوونکي کي به د خصوصي سکتور د مصؤنیت کمېټې له طريقه د ستونزو په حل کي د طرزالعمل مطابق کار کوي.
 


د مطلب کود: 200618

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200618/دجمهور-رئيس-دحکم-له-مخي-په-کندهارکي-دخصوصي-سکتور-د-مصؤنیت-کمېټه-جوړه-سوه

آوا
  https://www.avapress.com