دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 200618
دجمهور رئيس دحکم له مخي په کندهارکي دخصوصي سکتور د مصؤنیت کمېټه جوړه سوه
د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشرۍ جوړه سوه غړيتوب يې د استناف څارنوالي، امنيه قومنداني، ملي امنیت ریاست، سوداګرۍ خوني، معادن او صنعت اطاقونو استازي لري. په غونډه کي د يادي کمېټې پر طرزالعمل او راتلونکو کړنلارو بحث وسو او وويل سوه، چي ياده کمېټه به په عادي حالاتو کي په مياشت کي يو ځل او د ضرورت په وخت کي عاجل مجلسونه دايروي.
دغه راز لومړی د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب او ورپسې د غونډي ګډونوالو د جمهور رئيس د دغه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل، چي په راتلوونکي کي به د خصوصي سکتور د مصؤنیت کمېټې له طريقه د ستونزو په حل کي د طرزالعمل مطابق کار کوي.
 
https://avapress.com/vdccsxqi42bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته