کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزي، د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو د ناستې له برابرولو مننه کړې

25 جدی 1398 ساعت 16:21


پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي سره د افغانستان په سوله لیده کاته کړي دي.
د حامد کرزي دفتر  په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی کرزی دا مهال د هند رای سینا کنفرانس ګډونوال دی او له ضمیر کابلوف سره یې د سولې پروسې په اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي کرزي په دې لیدنه کې د مسکو د ناستې جوړولو له کبله له روسیې مننه کړې چې د بین الافغاني ناستې لپاره یې زمینه سازي کړې وه.
حامد کرزی دا مهال هند ته تللی اوهلته یې د جرمني له باندنیو چارو وزیر سره هم د افغانستان په سوله خبر کړې دی.
بلخوا ضمیر کابلوف هغه کس دی چې د افغانستان د سولې په رابطه یې نظر زهرجن بلل کېږي او ویل کېږي چې همدغه کس له مسکو سره د طالبانو رابطه جوړه کړې چې اوس یې یو شمیر سیاسیون هم په افغانستان کې خپل کړي دي.
 


د مطلب کود: 200775

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200775/کرزي-د-روسیې-له-ځانګړي-استازي-ضمیر-کابلوف-مسکو-ناستې-برابرولو-مننه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com