کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنيو چارو وزارت: ٩١ ډار اچوونکي ووژل شول

26 جدی 1398 ساعت 18:57


د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د وسله والو ډار اچوونکو پرخلاف ٦٤ ګډ عمليات ترسره  کړي دي.
د کورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر وويل: په عملياتوکې ٩١ ډار اچوونکي وژل شوي، ١٢ ټپيان او ٢٢ نور نيول شوي او ٢٣ وسلې، د درندو وسلو ٧ ګولۍ، ٣ مخابرې، ٣ موټرونه او مهمات ترلاسه شوي دي.
دغه راز د هېواد په بېلابېلو سيموکې ٦٧ ډول ډول ماينونه چې وسله والو ډلو د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو په موخه ښخ کړي وو؛ کشف او شنډ کړاى شول.


د مطلب کود: 200897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200897/د-کورنيو-چارو-وزارت-٩١-ډار-اچوونکي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com