کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل ولایت کې ۱۶ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1398 ساعت 11:30

له زابل ولایت څخه یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو د زابل لایت ارغنداب ولسوالۍ نیولې، او دغه لړ کې ۱۶ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.


کورنیو چارو وزارت هم منلې چې ۱۶ افعان پولیس له خپلو وسلو سره تر هغه وروسته طالبانو ته تسلیم شوي، چې دوه ملګري یې  د جګړې پر مهال ووژل شول.
په همدې حال کې طالبان وايي، د زبل ولایت ارغنداب ولسوالۍ ودانې یې نیولې او د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ افغان امنیتي ځواکونه یې له یو شمېر وسلو سره ژوندي نیولي دي.
تر اوسه څرګنده چې امنیتي ځواکونو خپله طالبانو ته تسلیم شوي، او که د طالبانو لخوا د جګړې پر مهال نیول شوي دي.
 


د مطلب کود: 201105

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201105/زابل-ولایت-کې-۱۶-افغان-امنیتي-ځواکونه-طالبانو-ته-تسلیم-شوی

آوا
  https://www.avapress.com