کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دانش: که په امارت هوکړه وشي، جګړه به زور واخلي

29 جدی 1398 ساعت 17:08

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د طالبانو په اسلامي امارت هوکړه سوله نه بلکې د جګړې اور ته د شدت وربخښلو په معنا کار دی.




ښاغلي دانش نن د بخښنې سازمان په کوربه توب په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د طالبانو په امارت کې له استبداد پرته بل هیڅ شی نه شته او د تاوتریخوالي راکمولو باندې هوکړه یو ډول فریب دی چې افغانانو او نړیوالو ته ورکول کېږي.
ښاغلي دانش ټینګار کړی چې په اوسنۍ سوله کې نه هم سیاسي جریانونه، نه هم حکومت او نه هم مدني بنسټونه حضور لري چې په دې ډول سوله به هیچا ته د منلو نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي طرحه شریکه کړې او دواړه لوري اوس په دوه راتلونکو اونیو کې دسولې هوکړې ته انتظار باسي.
 


د مطلب کود: 201173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201173/دانش-په-امارت-هوکړه-وشي-جګړه-زور-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com