کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت سلاکار د المان له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله خبري وکړې

29 جدی 1398 ساعت 20:07

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان او پاکستان لپاره د المان د ځانګړي استازي مارکوس پوتسیل سره پر افغان سوله خبري وکړې.



د ملي امنیت سلاکار وویل، چي افغان حکومت سولي ته لېوالتیا لري او په دې برخه کي د المان له تلاښونو او همکاریو مننه کوي.
نوموړي د ښاغلي پوتسیل سره په المان کي د افغانانو ترمنځ د سولي د راتلونکي ډایلاګ په اړه هم نظریات شریک کړل او دا چي څه ډول ممکنه ده، له دې کنفرانسه اعظمي ګټه پورته سي.
د المان ځانګړي استازي مارکوس پوتسیل وویل، چي دوی د سولي پروسې او بین الافغاني مذاکراتو سره د مرستي په موخه په المان کي د افغانانو ترمنځ د سولي ډایلاګ جوړوي.
نوموړي وویل، دوی غواړي د افغان حکومت او خلکو نظریات واوري چي څه ډول کېدای سي دا ناسته له پخوانیو په متفاوت او بهتره توګه مخته وړاندي سي.


د مطلب کود: 201192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201192/د-ملي-امنیت-سلاکار-المان-له-ځانګړي-استازي-سره-پر-افغان-سوله-خبري-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com