د ملي امنیت سلاکار وویل، چي افغان حکومت سولي ته لېوالتیا لري او په دې برخه کي د المان له تلاښونو او همکاریو مننه کوي.
نوموړي د ښاغلي پوتسیل سره په المان کي د افغانانو ترمنځ د سولي د راتلونکي ډایلاګ په اړه هم نظریات شریک کړل او دا چي څه ډول ممکنه ده، له دې کنفرانسه اعظمي ګټه پورته سي.
د المان ځانګړي استازي مارکوس پوتسیل وویل، چي دوی د سولي پروسې او بین الافغاني مذاکراتو سره د مرستي په موخه په المان کي د افغانانو ترمنځ د سولي ډایلاګ جوړوي.
نوموړي وویل، دوی غواړي د افغان حکومت او خلکو نظریات واوري چي څه ډول کېدای سي دا ناسته له پخوانیو په متفاوت او بهتره توګه مخته وړاندي سي.