کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د درې معصومو ماشومانو او د هغوی د مور د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

1 دلو 1398 ساعت 12:57


ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د درې معصومو ماشومانو او د هغوی د مور د شهادت د خبر په اورېدو سخت ټکان وخوړ او د خپلې ژورې خواشینۍ او غمشریکۍ د څرګندولو پر مهال یې دغه بوږنونکې پېښه یوه دردونکي فاجعه او لوی جنایت وباله.
جمهوررئیس غني کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ته جدي لارښوونه وکړه چې ژرترژره ددغې قضیې عاملین وپېژني، وې نیسي او د عدالت د تامین په خاطر یې د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
همدارنګه جمهوررئیس اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې یادې غمجنې کورنۍ سره عاجلې مرستې وکړي.


د مطلب کود: 201378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201378/په-کابل-ښار-کې-د-درې-معصومو-ماشومانو-او-هغوی-مور-شهادت-اړه-مطبوعاتي-اعلامیه

آوا
  https://www.avapress.com