کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سینما لوبغاړی، جوان شېر حیدري ومړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1398 ساعت 13:11

د افغانستان د سینما د لوبغاړو د اتحادیې مشر او مشهور فلمي لوبغاړی، جوانشېر حیدري د ۶۸ کلنو په عمر ومړ.



نوموړي نن(سې‎شنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) د ورپېښې ناروغۍ له کابله کابل کې سا ورکړې ده.
د افغان فلم مشرې، صحرا کریمي د حیدري مړینه تایید کړه.
جوانشېر حیدري کلونه د افغان سینما ښه والي لپار زیار ګاللی او خلکو یې تل کارونه ستایلي.
نوموړي د ښوونځي له دورې د سینما له هنر سره لېوالتیا درلوده او له هغه مهاله یې پر ستیژ پروګرامونه اجرا کول.
جوانشیر حیدري هېواد کې په ډېرو فلمونو کې رول لوبولی او همداراز یې د یو شمېر فلمونو د ډایرکټر په توګه هم کار کړی دی.
 


د مطلب کود: 201381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201381/د-سینما-لوبغاړی-جوان-شېر-حیدري-ومړ

آوا
  https://www.avapress.com