کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۲۰۱۹ کال کې د کراچۍ دریو لویو روغتونو کې د جنسي تېریو ۵۴۵ پیښې شويدي.

6 دلو 1398 ساعت 10:26

کراچۍ، دریو روغتونو ته تېر کال د جنسي تېریو ۵۴۵ او د لواطت ۱۳۸ پېښې ورغلي



جناح پوسټ ګریجویټ روغتون، روت پفاو ملکي روغتون او عباسي روغتون ته په جنسي تېري کې شکمن ۴۱۷ کسان هم د معایناتو لپاره راوستل شوي دي.
د راپور له مخې پاکستانیانو تیر کال په کراچۍ کې ۴۰۷ ښځو باندې جنسي تېری کړی او ۱۳۸ نورې د لواطت پیښې دي.
ورځپاڼه د پولیسو د بذخې د یو جراح قرار احمد عباسي له قوله وایي، د جنسي تیریو پیښې ورځ تر بلې زیاتېږي: (( دریو واړو لویو روغتونو کې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۹ پورې ۲۵۰۰ د جنسي تېري او ۵۹۳ د لواطت پیښې ثبت شوي دي.))
د پولیسو د معلوماتو له مخې له دې جملې په ۲۰۱۳ کې ۳۲۵، په ۲۱۰۴ کې ۳۲۴، په ۲۰۱۵ کې ۳۴۲، په ۲۰۱۶ کې ۳۶۰، په ۲۰۱۷ کې ۳۳۱، په ۲۰۱۸ کې ۴۱۱ او په ۲۰۱۹ کال د جنسي تیریو ۵۴۵ پېښې شوي دي چې په دغو کلونو کې ۱۷۰۹ شکمن کسان هم روغتونو ته راوړل شوي.
 


د مطلب کود: 201850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201850/په-۲۰۱۹-کال-کې-د-کراچۍ-دریو-لویو-روغتونو-جنسي-تېریو-۵۴۵-پیښې-شويدي

آوا
  https://www.avapress.com