کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا؛ غزني کې د غورځېدلې الوتکې په اړه جزئیات خپاره کړل

10 دلو 1398 ساعت 12:14

افغانستان کې د امریکا پوځ وايي، چې غزني ولایت کې د غورځېدلې الوتکې هغه برخه یې ترلاسه کړې چې ښایي د الوتکې تور بکس هم پکې وي.



دو ورځې وړاندې د غزني ولایت په دیک ولسوالۍ کې د امریکا پوځ یو الوتکه وغورځېده چې دو امریکايي ځواکونه پکې ووژل شول.
افغانستان کې دامریکا پوځ د یوې خبرپاڼې له مخې “کلن” او “کلن کېپتان” هغه دو امریکايي سرتیري چې د الوتکې غورځېدو کې وژل شوي دي.
غزني کې د الوتکې تر غورځېدو وروسته طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه د دوي لخوا ویشتل شوې ده، خو امریکايي چارواکو بیا وویل چې داسې څه یې نه دي موندلي چې وښیي الوتکه  د دښمن لخوا نسکوره شوې ده.
د الوتکې تر غورځېدو وروسته افغان چارواکو وویل چې الوتکه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې غورځېدلې ده، چې له همدې امله د پېښې په ورستیو ساعتونو کې ډول ډول راپورنه خپاره شول چې بیا وروسته په ډاګه شوه چې الوتکه د امریکا د پوځ و.
امریکايي چارواکو ویلي چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې په ښه ډول تر لاسه کړي دي.
 


د مطلب کود: 202265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202265/امریکا-غزني-کې-د-غورځېدلې-الوتکې-په-اړه-جزئیات-خپاره-کړل

آوا
  https://www.avapress.com