کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار په دولتي ادارو کې مېرمنو ته د خوندي چاپېريال د رامنځته کېدو په اړه ناسته تر سره شوه

11 دلو 1398 ساعت 10:37


په همدې اړه جوړه شوې ناسته کې د ولایت مرستیالې حبیببې کاکړ، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د جندر ریاست مسوولینو او د یاد ولایت د بېلابېلو ادارو استازو برخه اخیستې وه.
د ولايت مرستيالې وويل: نننۍ ناسته د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي د مخنيوي شپاړلس ورځني کمپاين برخه ده، چې په کې د دولتي ادارو مسئولينو ته، د مېرمنو لپاره په ادارو کې د خوندي چاپېريال رامنځته کېدو په موخه معلومات ورکړل شول.
د ناستې په پای کې دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې د ګډونوالو له لوري د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جندر ریاست له مسوول اسدالله قوياش سره شريکې شوې، چې د حل په موخه به يې لازم اجراات تر سره شي.


د مطلب کود: 202343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202343/د-ننګرهار-په-دولتي-ادارو-کې-مېرمنو-ته-خوندي-چاپېريال-رامنځته-کېدو-اړه-ناسته-تر-سره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com