کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تهران: د افغان سولې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو یوو

13 دلو 1398 ساعت 10:23

د ایران د باندنیو چارو وزارت یوه ځانګړي پلاوي په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره کتلي او ورته یې ویلي، د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ باید اړیکې پیاوړې شي.
دغه پلاوي ویلي چې ایران په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی او ددې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې حل شي.



ددغه پلاوي مشر ابراهیم تهراني وايي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
حمد الله محب هم په دې لیدنه کې ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده او ایران ته په کار ده چې له دې پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران د لانجې له کبله په تهران د افغان سولې د ننګولو تورونه لو شکونه زیات شوي دي.
 


د مطلب کود: 202514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202514/تهران-د-افغان-سولې-ملاتړ-او-همکارۍ-ته-چمتو-یوو

آوا
  https://www.avapress.com