کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دوه ترانسپورتي الوتکې د عصرې سیسټم د نصب لپاره ترکیې ته استول شوي

13 دلو 1398 ساعت 10:43

د افغانستان د د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا د آریاناافغان هوایي شرکت دوه الوتکې د خورا عصري نوي ماډل نیویګیشن یا ADS-B OUT سیستم نصبولو لپاره د ترکیې استانبول ښار ته استول شوې دي.



د افغانستان د هوایي چلند ادار‌ې لخوا تاند ته ویل شوي چې د نیویګیشن یا ADS-B OUT سیستم د دغو دستګاو کارول وروستیو کې په اروپایي او امریکایي مسافر وړونکو الوتکو کې یو ضروري امر دی او د پروازونو د خوندیتوب په لوړولو کې ډیر ارزښت لري.
د دغې ادارې مسوولان وایي، دا د اریانا افغان هوایي شرکت لخړا اروپایي هیوادونو ته د پروازونو پیل کولو په لور یو بل ګام دی چې پورته شو، ځکه اروپایي ټولنې د افغانستان په الوتکو د زوړوالي له کبله بندیز لګولی او دا الوتکې یې تور لیست ته اچولې دي.
د هوایي چلن اداره هیله منه ده چې ډیر ژر به افغانې شرکتونه د اروپایي اتحادیې د تور لیست څخه ووځي او اروپایې هیوادونو ته به مستقیم پروازونه شروع کړي.
 


د مطلب کود: 202518

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202518/د-افغانستان-دوه-ترانسپورتي-الوتکې-عصرې-سیسټم-نصب-لپاره-ترکیې-ته-استول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com