په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وایي، دوی د تشدد د کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا داسې اضافي او نوې غوښتنې رامخې ته کړي چې له امله يې د سولې د تړون لاسلیک له خنډونو سره مخ شوی دی.
شاهین: امریکا د سولې په رابطه نوې غوښتنې مطرح کړې دي
13 دلو 1398 ساعت 11:41
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وایي، دوی د تشدد د کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا داسې اضافي او نوې غوښتنې رامخې ته کړي چې له امله يې د سولې د تړون لاسلیک له خنډونو سره مخ شوی دی.
ښاغلي شاهين په تازه مرکه کې ویلي، طالبانو منلې چې د سولې د تړون لپاره به سوله ييز چاپېريال رامنځته کوي خو امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې د خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.
شاهین نه دي ویلي چې د امریکا نوې غوښتنې څه دي خو سرچينې وايي، طالبانو له امريکا سره منلې چې د سولې تړون د لاسليک لپاره سوله ییز چاپېريال رامنځته کړي او د يوې اوونۍ لپاره د جګړې شدت راکم، خو امريکا ټينګار کوي چې طالبان بايد د اوږدمهال لپاره تاوتریخوالی کم کړي.
د راپورونو له مخې د امريکا او طالبانو خبرې په داسې حال کې له ستونزو سره مخ شوي چې د افغانستان سولې لپاره خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد او نن غرمه کابل ته راغلی دی.
د مطلب کود: 202522