ښاغلي شاهين په تازه مرکه کې ویلي، طالبانو منلې چې د سولې د تړون لپاره به سوله ييز چاپېريال رامنځته کوي خو امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې د خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.
شاهین نه دي ویلي چې د امریکا نوې غوښتنې څه دي خو سرچينې وايي، طالبانو له امريکا سره منلې چې د سولې تړون د لاسليک لپاره سوله ییز چاپېريال رامنځته کړي او د يوې اوونۍ لپاره د جګړې شدت راکم، خو امريکا ټينګار کوي چې طالبان بايد د اوږدمهال لپاره تاوتریخوالی کم کړي.
د راپورونو له مخې د امريکا او طالبانو خبرې په داسې حال کې له ستونزو سره مخ شوي چې د افغانستان سولې لپاره خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد او نن غرمه کابل ته راغلی دی.