د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو له لوري د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې ۳۰ هغه کلي چې پخوا په کې طالب وسلوالو فعالیت کاوه په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاک شول.
په بلخ ولایت کې ۳۰ کلي د ترهګرو طالبانو له شتون څخه پاک شويدي
14 دلو 1398 ساعت 10:14
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو له لوري د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې ۳۰ هغه کلي چې پخوا په کې طالب وسلوالو فعالیت کاوه په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاک شول.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو په ترسره شووعملیاتو کې ۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي او له دوی څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د مطلب کود: 202623