کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان به له دې وروسته بیټرۍ، بریښنا پایې او تېزاب په کور دننه تولیدوي

15 دلو 1398 ساعت 14:41


د کابل ده سبز صنعتي ښارګوټي کې څلور نوې فابریکې پرانیستل شوې.
د ده سبز صنعتي ښارګوټي مسوولان وايي، دغه فابریکې به د بیټریو، تیزابو، د بریښنا د پایو او خوړو د تولید په برخه کې تر ډېره د افغانانو تر لاس سپک کړي.
د ده سبز د صنعتي ښارګوټي مشر محسن امیري وايي، دغو فابریکو په داسې حال کې فعالیت پیل کړی چې تر دې وړاندې ۲۵ نورو فابریکو هم په یاد ښارګوټي کې فعالیت درلود.
د کابل ده سبز صنعتي ښارګوټی د ۱۵۰۰ فابریکو ظرفیت لري چې ورته ۳ سوه جریبه ځمکه توزیع شوې ده.
 


د مطلب کود: 202734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202734/افغانستان-له-دې-وروسته-بیټرۍ-بریښنا-پایې-او-تېزاب-په-کور-دننه-تولیدوي

آوا
  https://www.avapress.com