دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 202734
د کابل ده سبز صنعتي ښارګوټي کې څلور نوې فابریکې پرانیستل شوې.
د ده سبز صنعتي ښارګوټي مسوولان وايي، دغه فابریکې به د بیټریو، تیزابو، د بریښنا د پایو او خوړو د تولید په برخه کې تر ډېره د افغانانو تر لاس سپک کړي.
د ده سبز د صنعتي ښارګوټي مشر محسن امیري وايي، دغو فابریکو په داسې حال کې فعالیت پیل کړی چې تر دې وړاندې ۲۵ نورو فابریکو هم په یاد ښارګوټي کې فعالیت درلود.
د کابل ده سبز صنعتي ښارګوټی د ۱۵۰۰ فابریکو ظرفیت لري چې ورته ۳ سوه جریبه ځمکه توزیع شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcdsx0xoyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته