کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک: افغانستان ناڅرګند حالت سره سره ښه اقتصادي وده کړې

16 دلو 1398 ساعت 14:14

نړیوال بانک په ۲۰۲۰ کال کې د ودې د ۳٫۳ سلنې ښه کېدا وړاندوينه کړې.


نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان په اقتصادي برخه کې پر ناڅرګند حالت سربېره په تېر ميلادي کال کې ۲٫۹ سلنه اقتصادي وده کړې چې د کرنې وده پکې د پام وړ وه، خو دې بانک ویلي، فکر کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د لوږې کچه هم ډېره شوې ده.
د دغې ادارې تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ناڅرګند برخلیک، په راتلونکي کې د افغانستان له پوځي او ملکي سکټورونو سره د نړیوالو مرستو ناڅرګند برخلیک او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي ګونګ برخلیک دغه هېواد له ابهامونو ډک حالت سره مخ کړی.
دغه بانک په خپل یوه رپوټ کې ویلي، په دې هېواد کې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا هم معلومې نه دي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې ننګول شوې دي.


د مطلب کود: 202811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202811/نړیوال-بانک-افغانستان-ناڅرګند-حالت-سره-ښه-اقتصادي-وده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com