نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان په اقتصادي برخه کې پر ناڅرګند حالت سربېره په تېر ميلادي کال کې ۲٫۹ سلنه اقتصادي وده کړې چې د کرنې وده پکې د پام وړ وه، خو دې بانک ویلي، فکر کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د لوږې کچه هم ډېره شوې ده.
د دغې ادارې تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ناڅرګند برخلیک، په راتلونکي کې د افغانستان له پوځي او ملکي سکټورونو سره د نړیوالو مرستو ناڅرګند برخلیک او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي ګونګ برخلیک دغه هېواد له ابهامونو ډک حالت سره مخ کړی.
دغه بانک په خپل یوه رپوټ کې ویلي، په دې هېواد کې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا هم معلومې نه دي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې ننګول شوې دي.