کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه کې د هاوان لګېدلو له امله ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 دلو 1398 ساعت 11:21

فراه د فراه ولایت په قلعه کاه او د فراه ښار مرکز اړوند شمالګاه سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ژوبل شوي دي.



د فراه د والي مرستیال، مسعود بختور ویلي چې د ملکي وګړو د موخې ګرځولو په اړه څېړنې پیل شوي دي او د پیښو څیړنې لپاره یو پلاوی استول شوی دی.
ورته مهال د فراه په سل بستریزه روغتون کې ډاکټران وایي د ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
 


د مطلب کود: 202813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202813/فراه-کې-د-هاوان-لګېدلو-له-امله-۱۲-ملکي-وګړو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com