کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې یو پولیس خپل ۵ ملګري پولیس وژلي دي

17 دلو 1398 ساعت 17:57

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو پولیس خپل ۵ ملګري وژلي او خپله تښتېدلی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، پېښه تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان پوسته کې شوې او د قاتل پولیس د نیولو لپاره هڅې پيل شوې دي.


تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، دا برید په داسې حال کې شوی چې د کندهار پولیسو دوه نفوذیان په دې وروستیو کې نیولي چې د پولیسو لیکو ته پر پولیسو د بریدونو لپاره طالبانو را استولي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د راپور له مخې په افغان ځواکونو کې د نفوذیانو بریدونه زیات شوي او تېر کال په دې تړاو ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
 


د مطلب کود: 202931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202931/کندهار-کې-یو-پولیس-خپل-۵-ملګري-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com