کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرونا ویروس کشفوونکی چینايي ډاکټر پخپله له کرونا مړ شو

18 دلو 1398 ساعت 12:34

په چین کې د ليوینلیانګ په نوم هغه ډاکټر هم د کرونا له ناروغۍ ومړ چا چې په لومړي ځل دا ویروس کشف کړی و.
په دې سره په چین کې له کرونا ناروغۍ څخه د مړو شویو شمير ۶۳۰ ته ورسېد.




 د لي وینلیانګ په اړه د چین حکومت تېره ورځ راپور ورکړی و چې نوموړی په وخیم روغتیايي حالت کې دی او کوما ته تللی دی، خو نوموړی نن سهار درې بجې مړ شوی دی.
 چینايي چارواکو هم د هغه مړینه تایید کړې او وايي، له عملیاتو وروسته هم د ډاکټر لي وینلیانګ وضعیت ښه نه شو.
 ډاکټر لي ۳۴ کلن او د سترګو ډاکټر و چې په ډسمبر کې یې دا کرونا ناروغۍ ویروس وپېژانده، خو د چین محکمې کش کړ او هغه ته یې د غلطو تبلیغاتو له کبله اخطار ورکړ.
اوس چې لي وینلیانګ د کرونا له کبله مړ شویو دا ناروغي د اروپا په شمول ۲۹ هیوادونو ته رسېدلې او ۳۰ زره کسان پرې اخته دي چې ټوله نړۍ یې اندیښمنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 202960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202960/د-کرونا-ویروس-کشفوونکی-چینايي-ډاکټر-پخپله-له-مړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com