کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاجکستاني ځواکونو بدخشان سره په پوله دوه قاچاقبر وژلي

18 دلو 1398 ساعت 14:50

د تاجکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان له بدخشان ولایت سره په پوله دوه قاچاقبر وژلي دي.
د بدخشان امنیه قومندان حبیب الرحمن مطمئین هم دا خبر تاییدوي او وايي، پېښه د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې شوې ده.



ښاغلی مطمئین وايي، په دغه سیمه کې د نامسووله وسله والو او قاچاقبرو سره د تاجکستاني ځواکونو نښته راغلې ده: (( دا قاچاقبر تاجکستان ته اوښتل، چې جګړه رامنځته شوې او د شهر بزرګ ولسوالۍ دوه قاچاقبر په کې وژل شوي، خو نامسووله وسله وال بیرته راګرځېدلي دي.))
 نوموړی وايي، د شهر بزرګ ولسوالۍ په څلورو کلیو کې نامسووله وسله وال او قاچاقبر زیات شوي او دوی یې د مخنیوي توان نه لري.
 شهر بزرګ ولسوالي د بدخشان سرحدي ولسوالي ده چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري .
 


د مطلب کود: 202967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202967/تاجکستاني-ځواکونو-بدخشان-سره-په-پوله-دوه-قاچاقبر-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com