کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا حکومت؛ په افغانستان کې د کوکنار کر کم شوی خو تریاک زیات تولید شوي

19 دلو 1398 ساعت 9:16

د امریکا حکومت اټکل کوي په ۲۰۱۹ م کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت د ۲۰۱۸ کال په پرتله کم شوي دي خو د هوا د ښه والي یا د ورښتونو د ډېروالي له کبله د کوکنارو حاصل تر تېر کال ډېر و.
د امریکا د حکومت له اټکل سره سم، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۸ لږ شوی دی.


د سپینې ماڼۍ د مخدرو موادو د کنټرول د پالیسۍ ادارې نن په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید او د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه د امریکا د حکومت د اټکل کالنی راپور خپور کړ.
د دې راپور له مخې، د امریکا حکومت اټکل کوي په ۲۰۱۹ م کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت د ۲۰۱۸ کال په پرتله کم شوي دي خو د هوا د ښه والي یا د ورښتونو د ډېروالي له کبله د کوکنارو حاصل تر تېر کال ډېر و.
د امریکا د حکومت له اټکل سره سم، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۸ لږ شوی دی.
په ۲۰۱۸ م کال په ۲لکه ۲۱ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو خو په ۲۰۱۹ م کال پر یولکو ۶۰ زره هکتاره کرل شوي وو.
د کوکنارو د کښت دله کمېدو پسره سره د تریاکو تولید په سلو کې ۲۱ زیات شوی یعني له ۵ زره ۵۵۰ ټنو څخه ۶ زره ۷۰۰ ټنو ته رسېدلي دي.
راپور وايي چې د کوکنارو د کښت په مهال د اومو تریاکو بیه ټیټه شوه. خو د تریاکو د زیاتېدو وجه دا ده چې هوا ښه وه او ورسره حاصل زیات شو.
 


د مطلب کود: 202994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202994/د-امریکا-حکومت-په-افغانستان-کې-کوکنار-کر-کم-شوی-خو-تریاک-زیات-تولید-شوي

آوا
  https://www.avapress.com