کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو بادغیس ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسوول له ۷ قومندانانو سره وژلی

20 دلو 1398 ساعت 12:57

: افغان هوایي ځواکونو تېره شپه په یو برید کې د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ستار جریمي وژلی دی.
دفاع وزارت وایي برید د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو کلي کې د ملا ستار په اډه شوی چې له هغه سره ۷ ترهګر نور هم په کې وژل شوي دي او څلور نور ژوبل دي.



د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په وینا، په دې برید کې ملا حمیدالله، ملا شریف الله ، ملاعزت، ملا محب، ملاخیر الله زوی، د غلام رسول او عمري په نوم مهم طالبان وژل شوي دي.
په دغو عملیاتو کې ملا تورجان د عبدالسلام زوی ، ملاحمید د محمود زوی ، قاري سلام د ملا سردار زوی ، قاري رحیم الله زوی کریم اخندزاده هم ژوبل شوي دي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي


د مطلب کود: 203099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203099/افغان-ځواکونو-بادغیس-ولایت-لپاره-د-طالبانو-نظامي-مسوول-له-۷-قومندانانو-سره-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com