: افغان هوایي ځواکونو تېره شپه په یو برید کې د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا ستار جریمي وژلی دی.
دفاع وزارت وایي برید د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو کلي کې د ملا ستار په اډه شوی چې له هغه سره ۷ ترهګر نور هم په کې وژل شوي دي او څلور نور ژوبل دي.