کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او امریکا د ننګرهار پیښه په مشترک توګه څیړي

20 دلو 1398 ساعت 18:37

د ملی دفاع وزارت اعلان کړي چی ملی اردو او امریکایی ځواکونو باندی ډزو پيښه د ننګرهار شیرزاد په ولسوالی کې د امریکایی چارواکو سره یوځای په مشترک توګه څیړی.



 
 
په دی پيښه کې تیره شپه یو تن ملی اردو ځواکونو او امریکایی سرتیرو باندی ډزی کړی دی، په ترڅ کې ۱ تن د ملی اردو سرتیرو څخه په شهادت رسیدلی او ۳ تنه ملی اردو سرتیری ټپیان شوی دی.
 
همدارنګه ۲ تنه امریکایی سرتیری په دی پیښه کې وژل شوی دی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
د ملی دفاع وزارت، یو لوړپوړۍ هیئت د سترجنرال بسم الله وزیری په ریاست ددی پیښی علت څیړلو لپاره ننګرهار ته استولی دی.
 
دا لوړپوړۍ هیئت دا پیښه په مشترک توګه د امریکایی چارواکو سره یوځای څیړی.
 


د مطلب کود: 203135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203135/افغانستان-او-امریکا-د-ننګرهار-پیښه-په-مشترک-توګه-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com