کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په چین کې کرونا ویروس باندی اخته کسانو نوی رکورد/ په یوه ورځ کې ۲۴۲ تنه مړه شوی

24 دلو 1398 ساعت 12:11

 
د چین روغتیا وزارت اعلان کړي چی په دی هیواد کې په کرونا ویروس اخته کسان ۲۴۲ تنه په یوه ورځ مړه شوی دی او ددی ویروس له امله مړه شوو کسانو شمیر ۱۳۱۰ تنو ته رسیدلی دی.



 
د چین هویئی ولایت چارواکې نن ددی ویروس له امله مړه شویو کسانو شمیر ډيریدو څخه خبر ورکړی دی. همدارنګه نړیوال روغتیایی کارپوهان په نورو هیوادونو کې ددی ویروس خپریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
د رویترز په وینا، هویئی ولایت صحی چارواکې ویلی دی، یواځي د چهارشنبه په ورځ ۲۴۲ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوی دی.
 
په دی توګه د کرونا ویروس له امله مړه شوو کسانو شمیر ۱۳۵۰ تنو ته ورسید.
 
په دی حال کې پنجشنبه ورځ ۱۴ زره او ۸۴۰ نوی پیښی د کرونا په ویروس اړوند هویئی ولایت کې ریپورت ورکړل شوی دی. ویل کیږی چی کرونا ویروس باندی اخته کسانو شمیر نږدی ۶۰ زره کسان دی.
 
تراوسه کرونا ویروس په ۲۷ هیوادونو کې خپور شوی او سلګونه کسان د چین څخه دباندی په دی ویروس باندی اخته شوی دی.
 
 


د مطلب کود: 203419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203419/په-چین-کې-کرونا-ویروس-باندی-اخته-کسانو-نوی-رکورد-یوه-ورځ-۲۴۲-تنه-مړه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com