کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه : که مو د افغانستان د سولې فرصت ضایع کړ، هېڅوک مو نه بښي

29 دلو 1398 ساعت 11:24

ملګري ملتونه وایي د افغانستان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په پاکستان کې ویلي، د افغانستان د سولې لپاره غوره او مهم فرصت رامنځ ته شوی دی.

دده په خبره دغه فرصت باید په هېڅ صورت ضایع نه شي. د ګوتریش په خبره که د سولې رامنځ ته شوی فرصت ضایع شو، نو هېڅوک به د فرصت ضایع کوونکي و نه بښي.



نوموړي پر پاکستان هم غږ کړی چې په رښتینې توګه د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه بللې ده او په خبره افغانان باید له روانې خونړۍ جګړې د تل لپاره راووځي.


د مطلب کود: 203735

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203735/ملګري-ملتونه-مو-د-افغانستان-سولې-فرصت-ضایع-کړ-هېڅوک-نه-بښي

آوا
  https://www.avapress.com