کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سوله؛ یوناما‌ د دایمي اوربند لپاره د یو موټی کېدو غوښتنه کړې

3 حوت 1398 ساعت 10:25

له پرون شپې دوولس بجې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو بهیر پیل شوی چې د همدې روانې اونۍ تر پایه پورې به دوام وکړې.
تېر ماښام ناوخته ولسمشر محمداشرف غني په یوې ویډیويي پیغام د دغه ګام هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې د تاوتریخوالي کمېدو به په افغانستان کې اوربند او تل پاتې سولې ته لار هواره کړي.



په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي د کمېدو هرکلي سربېره ویلي، دا د تلپایه سولې لپاره یو ښه فرصت دی.
یوناما وايي، له ټولو خواوو سره به په ګډه خپل هغه ملاتړ ته دوام ورکړي،‌ چې د ښخو،‌ لږکیو او ځوانانو په ګډون د افغانانو په مشرۍ بین الافغاني خبرې پیل او دغه هېواد ته تلپاتې سوله راشي.
یوناما له ټولو غاړو غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لاس بېلابېلې لارې غوره کړي، په تېره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته لاس په کار او د دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي ټیکاو لپاره لار برابره شي.
د امریکا او طالبانو له خوا په جلاـ جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې په افغانستان کې په راتلونکو اوو ورځو کې د تاوتریخوالي کمېدو له هوکړې وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ګام هرکلی وکړ او و یې ویل د افغان سولې په برخه کې راتلوونکي ګامونه به د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ له ارزونې وروسته اخیستل کېږي.
 


د مطلب کود: 204004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204004/افغان-سوله-یوناما-د-دایمي-اوربند-لپاره-یو-موټی-کېدو-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com