په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي د کمېدو هرکلي سربېره ویلي، دا د تلپایه سولې لپاره یو ښه فرصت دی.
یوناما وايي، له ټولو خواوو سره به په ګډه خپل هغه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د ښخو، لږکیو او ځوانانو په ګډون د افغانانو په مشرۍ بین الافغاني خبرې پیل او دغه هېواد ته تلپاتې سوله راشي.
یوناما له ټولو غاړو غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لاس بېلابېلې لارې غوره کړي، په تېره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته لاس په کار او د دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي ټیکاو لپاره لار برابره شي.
د امریکا او طالبانو له خوا په جلاـ جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې په افغانستان کې په راتلونکو اوو ورځو کې د تاوتریخوالي کمېدو له هوکړې وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ګام هرکلی وکړ او و یې ویل د افغان سولې په برخه کې راتلوونکي ګامونه به د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ له ارزونې وروسته اخیستل کېږي.