کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې او ایران کې زلزله: لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

6 حوت 1398 ساعت 13:28

د ایران په ختیځ کې یکشنبه یوې ځواکمنې زلزلې د ۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. په ګاونډي ایران کې هم ګڼ کسان په دې زلزله کې ټپیان شوي.
د رېکتار په کچه د ۵ اعشاریه ۷ درجې دې زلزلې مرکز د ایران او ترکیې په ګډه پوله پرته سیمه وه.



د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي، ډېری کسان هغه مهال ټپیان شول چې د زلزلې له کبله یو کور را پرېوت. دی زیاتوي چې د یکشنبې ورځې په دې زلزله کې شاوخوا زر ودانۍ نړېدلې دي.
د ایران په لویدیځ اذربایجان ایالت کې هم د همدې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۷۵ کسان ژوبل شوي او لسګونو کلیو کې کورونه نړېدلي دي.
چارواکي وایي چې د د یکشبنې پر سهار شوې دا زلزله کابو شپږ کیلومتره ژوره وه.
 


د مطلب کود: 204163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204163/ترکیې-او-ایران-کې-زلزله-لږ-تر-لږه-۹-کسان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com