دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 204163
د ایران په ختیځ کې یکشنبه یوې ځواکمنې زلزلې د ۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. په ګاونډي ایران کې هم ګڼ کسان په دې زلزله کې ټپیان شوي. د رېکتار په کچه د ۵ اعشاریه ۷ درجې دې زلزلې مرکز د ایران او ترکیې په ګډه پوله پرته سیمه وه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي، ډېری کسان هغه مهال ټپیان شول چې د زلزلې له کبله یو کور را پرېوت. دی زیاتوي چې د یکشنبې ورځې په دې زلزله کې شاوخوا زر ودانۍ نړېدلې دي.
د ایران په لویدیځ اذربایجان ایالت کې هم د همدې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۷۵ کسان ژوبل شوي او لسګونو کلیو کې کورونه نړېدلي دي.
چارواکي وایي چې د د یکشبنې پر سهار شوې دا زلزله کابو شپږ کیلومتره ژوره وه.
 
https://avapress.com/vdcb0ab5frhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته