کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویې څارنوالۍ امرالله صالح ته د سپکاوي په تړاو شکایتونه رد کړل

8 حوت 1398 ساعت 19:31

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي د زرغون بهیر بنسټ هغه شکایتونه یې رد کړ چې پر خواله رسنیو د دې بهیر مشر او په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح ته د "سپکاوي او کنځلو" په اړه شوی وو.
د لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې ویل شوي دا شکایتونه یې ځکه رد کړي چې پخپله د ښاغلي صالح لخوا نه وو ثبت شوي. اعلامیه زیاتوي په ۳۹ شکایت لیکونو کې له هغو ۳۹ کسانو شکایت شوی چې د ادعا له مخې ښاغلي صالح ته یې "سپکاوی کړی او هغه یې کنځلی دی."


خو اعلامیه وايي دا شکایت لیکونه د زرغون بهیر د سیاسي کمېټې د مشر له خوا لاسلیک شوي او لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.
لویه څارنوالي وايي چې د جزا قانون د ۶۸۱ مادې له مخې په خپله متضرر باید شکایت وکړي او که "دا شکایتونه په خپله د متضرر کس په لاسلیک لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي نو د قانون له حکمونو سره سم به وڅېړل شي."
 


د مطلب کود: 204421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204421/لویې-څارنوالۍ-امرالله-صالح-ته-د-سپکاوي-په-تړاو-شکایتونه-رد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com