کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپیو: پر ایران مو نظر دی چې د افغانستان سوله ګډوډه نه کړي

10 حوت 1398 ساعت 13:17

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د پوښتنو او ځوابونو ناسته کې وویل،‌ پر ایران یې نظر ډېر دی چې افغانستان کې د سولې هڅې ګډوډې نه کړي.
په پام کې ده چې نن (شنبه، فبروري ۲۹مه) تر یوې اونۍ اورکم وروسته په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.



ویل کېږي د سولې د دغه تړون لاسلیکېدو ته به د کابو دېرشو نړیوالو سازمانونو استازي ورځي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د دې هوکړې له مخې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار هواره شي.
ددې هوکړې په لاسلیکېدو به،‌ د بین الافغاني خبرو لپاره هم زمینه برابره شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، یو شپږ کسیز پلاوی یې له طالبانو سره د لومړنیو خبرو لپاره دوحې ته استولی دی.
خو طالبان وايي، په دوحه کې به له افغان پلاوي سره خبرې ونه لري.
 


د مطلب کود: 204470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204470/پمپیو-پر-ایران-مو-نظر-دی-چې-د-افغانستان-سوله-ګډوډه-نه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com