په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وایي، له طالبانو یې تمه داده، چې د جګړې د شدت کموالي ته به همداسې دوام ورکړي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لګیت» د سکاټ مېلر له قوله په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي « د جګړې د شدت کموالی د باور د فضاء جوړوونکی وو، موږ د خپلو دندو په برخه کې ډېر جدي یو او له طالبانو هم د همداسې جدیت تمه لرو.»
نوموړي زیاته کړې «متحده ایالات د خپلو تمو په برخه کې ډېر واضح دي، موږ له طالبانو تمه لرو، چې د جګړې د شدت کموالی به همداسې روان وساتي.»
د تېرو دوې ورځو راپدې خوا
د باګرام له زندانه د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د بایومټریک پروسه رسما شروع سوې چي تر دم ګړیه د اول کنډک مربوط بلاکونه چي د نورو په پرتله غټ بلاکونه دي د بایومټریک چاري ګړندۍ وي .
نن به د دریم ګنډک اړوند بلاکونو د بایومټریک پروسه شروع سي،
یاد بلاکونه د نورو په پرتله کوچني دي، چي په هر في بلاک کي، ۱۹۲، زندانیان ساتل کیږی چي هر بلاک ۶ پنجرې ،
اوپه هره پنجره کي ۳۳ تنه زندانیان ژوند کوي
یاده پروسه به د دریم کنډک د اول بلاک څخه شروع تر شپږم بلاکه به رسیږي
د یاده پروسه د هغو ۵۰۰۰ طالب زندانیانو ده چي د امریکا سره د تړون د لاسلیکېدو مخکي ورته لیست سپارل سوی وو