کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د طالب- امریکا هوکړې د تایید لپاره پرېکړه لیک تصویب کړ

21 حوت 1398 ساعت 9:55

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې د تاييد لپاره يو پريکړه ليک تصويب کړ.


په دې اړه د افغان سولې لپاره دامريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو پريکړه ليک پر دواړو غاړو طالبانو او افغان دولت غږ کړى، چې د باور جوړولو تدبيرونو ته دوام ور کړي او په چټکۍ بين الافغاني خبرو ته لاړشي:
"دغه پريکړه ليک ښيي چې نړيواله ټولنه د نړۍ د امنيت په تړاو او افغان ولس ته د سولې، يووالي او حاکميت د ټينگښت په برخه کې زموږ د تګلارې ملاتړ کوي".
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه بيان کې ويلي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پر سر رامنځته شوى کړکيچ له طالبانو سره خبرو لپاره د یوه ملي پلاوي جوړول ځنډولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ولسمشر غني ورته ویلي چې له ډاکټر عبدالله او نورو افغان مشرانو سره سلا مشورې روانې دي او ژر به یو ټول ګډونه پلاوى اعلان کړي.
 


د مطلب کود: 205261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205261/ملګرو-ملتونو-د-طالب-امریکا-هوکړې-تایید-لپاره-پرېکړه-لیک-تصویب-کړ

آوا
  https://www.avapress.com