کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کي ولسونو له افغان ځواکونو او جمهوریت څخه ملاتړ وکړ

21 حوت 1398 ساعت 10:10



د دامان ولسونو هم د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له جمهوري نظام او ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ څرګند او د سولې پروسه کې یې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه
د  کندهار والي حیات الله حیات د ملي امنیت د رئیس تورن جنرال نظرشاه خان صافي، د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېززوال او یو شمېر سکتوري رئیسانو په ملتیا دامان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د دامان ولسوالۍ د ولسي او قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو په جوړه شوې لویه غونډه کې ګډون وکړ.
د دامان ولسوالۍ یادو مشرانو په همدې موخه غونډه جوړه کړې وه، تر څو د خپل مشروع جمهوري نظام او ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند او د سولې په پروسه کې د بین الافغاني مذاکراتو او دایمي اوربند غوښتنه وکړي.
 


د مطلب کود: 205263

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205263/کندهار-کي-ولسونو-له-افغان-ځواکونو-او-جمهوریت-څخه-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com