د برتانیا د روغتیا وزیره او د پارلمان محافظه کاره غړې نادین دوریس په کورونا وېروس تر اخته کېدو وروسته پخپل کور کې قرنطین شوې ده.
روغتیايي چارواکو ویلي، اغلې دوریس د پنجشنبې په ورځ د کورونا نښې لرلې، ټیک په هغه ورځ چې د لومړي وزیر د کوربتوب مراسمو کې یې ګډون کړی و.
په برتانیا کې د کورونا وېروس له کبله شپږ کسان وژل شوي او په دې هېواد کې ۳۸۲ پېښې ثبت شوې دي.
په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زرو ته ورسېد.
په مختلفو ایالتونو کې د کورونا د پراختیا او د خپرېدو د چټکتیا نخچه هم انځور شوی ده.
د دغه هېواد شمال ختیځ کې واشنګټن، سوېل لوېدیځ کې کلیفورنیا او شمال ختیځ کې نیویارک داسې ایالتونه دي چې ډېر خلک پکې کورونا نیولي دي.
د امریکا له ۵۰ ایالتونو په ۳۷ ایالتونو کې کورونا خپره شوې ده.
په دې ۳۷ ایالتونو کې پلازمېنه واشنګټن ډي سي هم دی چې د خپلو شاوخوا ښارونو سره د امریکا یو تر ټولو ستر ښار دی.