د برتانیا د روغتیا وزیره او د پارلمان محافظه کاره غړې نادین دوریس په کورونا وېروس تر اخته کېدو وروسته پخپل کور کې قرنطین شوې ده.
روغتیايي چارواکو ویلي، اغلې دوریس د پنجشنبې په ورځ د کورونا نښې لرلې، ټیک په هغه ورځ چې د لومړي وزیر د کوربتوب مراسمو کې یې ګډون کړی و.
په برتانیا کې د کورونا وېروس له کبله شپږ کسان وژل شوي او په دې هېواد کې ۳۸۲ پېښې ثبت شوې دي.