کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېلري کلېنټن: افغان مېرمنې باید د سولې خبرو کې برخه ولري

21 حوت 1398 ساعت 18:43

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلېنټن د ملګرو ملتونو مرکز کې یوې ناستې ته په وینا کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، افغان مېرمنې باید خبرو کې برخه ولري او حقونه یې له پامه ونه غورځول شي.

مېرمن کلېنټن چې د نیویارک "د بین الافغاني سولې پروسه: افغان مېرمنو لپاره مهم وخت" په غونډه کې خبرې کولې وویل، افغان مېرمنې وېره لري چې طالبانو سره د سولې په برخه کې یې حقونه تر پښو لاندې نه شي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې "هغه سوله چې غځېدلې به نه وي" له منځه لاړې شي.



د مطلب کود: 205322

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205322/هېلري-کلېنټن-افغان-مېرمنې-باید-د-سولې-خبرو-کې-برخه-ولري

آوا
  https://www.avapress.com